تهران ته نږدې ایراني ځواکونو یوه بله اسرائیلي F-35 جنګي الوتکه او یوه بېپیلوټه الوتکه راغورځولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د پلازمېنې تهران سوېل ختیځ ته د ورامین ښار د جواد آباد په سیمه کې د ایران دفاعي ځواکونو یوه بله “F-35” اسرائیلي جنګي الوتکه راغورځولې ده.
د ورامین ښار چارواکو ویلي، چې د هېواد دفاعي ځواکونو یوه جنګي الوتکه چې د “F-35” پرمختللي ماډل وه، د هوايي برید پر مهال هدف ګرځولې او رانسکوره کړې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې له یاد برید سره هممهاله د ښار په شاخوا سیمه کې یوه بله بېپیلوټه الوتکه هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، دا پنځمه اسرائیلي F-35 جنګي الوتکه ده چې د جګړې له پيل راهیسې ايراني دفاعي ځواکونو له لوري رانسکورېږي.



