تل أبیب هره شپه ۲۸۵ میلیونه ډالر د ایران د بریدونو مخنیوي لپاره لګوي دفاعي زېرمې یې په ختمېدو دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د ایران د دوامدارو توغندیزو او ډرون بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره اسرائیل هره شپه شاوخوا ۲۸۵ میلیونه ډالره لګوي.
راپور زیاتوي، د اسرائیلي پوځ د هوايي دفاع زېرمې تر ډېره مصرف شوې دي، او اوس یوازې دومره توغندي لري، چې شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ ورځو پورې د ایران احتمالي بریدونو ته ځواب ووايي.
دغه حالت د اسرائیلو لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼل شوی، ځکه چې د دفاعي سېستم کمښت یې د اوږدمهاله جګړې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
امنیتي شنونکي وایي، که ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو اسرائیل به د خپلو دفاعي زېرمېو د ختمېدو له خطر سره مخ شي.



