صهیونیستي ځواکونو د ایران پر مهمو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي؛ ایران د ډرونونو مخه نیولې

کابل ټکی کام (دو شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي رژیم پوځ ادعا کړې، چې د دوی شل جنګي الوتکو تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران ښارونو کې شاوخوا ۳۰ مهماتي زېرمې په نښه کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د توغندیو زیرمې، راداري مرکزونه، د سپوږمکۍ اطلاعاتي سیستمونه او د فضا ضد توغندیز دفاع برخې هدف ګرځول شوې دي.
خو له بلې خوا، ایراني رسنۍ وايي چې د هېواد د هوايي دفاع ځواکونه تېره شپه په تبریز، تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې فعال وو او توانېدلي چې د صهیونیستي رژیم له لوري توغول شوي کوچني ډرونونه شنډ کړي.
د راپورونو له مخې، بریدونو ځینې تخنیکي تاسیسات زیانمن کړي، خو د مرګ‌ژوبلې یا نورو جزیاتو په اړه تراوسه رسمي سرچینو څه نه‌دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button