عبدالحمید جليلي
صومال هغه هېواد چې ډېر خلک يې د تاريخ له حاشیې بولي، همدا صومال د خدای په مرسته هغه ملت و، چې د حرمين شريفين (مکه او مدينه) يې له صليبيانو وژغوره او په ځانګړې توګه يې د رسول الله ﷺ د قبر دفاع وکړه.
کله چې پرتګاليانو پلان جوړ کړ چې اسلامي امت پر زړه حمله وکړي، يعنې د مدينې منورې اشغال او د نبوي قبر (ﷺ) انتقال لعنتی پلان يي جوړ کړ دا یوه خطرناکه او وحشيانه پروژه وه. دوی غوښتل چې د رسول الله ﷺ مبارک جسد له قبره راوباسي او د پرتګال پلازمېنه ته يې يوسي او بیا يې له مسلمانانو سره د معاوضې (بدلې) وسیله وګرځوي، يعنې جسد او خاوره يې ورکړي او قدس (بيت المقدس) بېرته واخلي، هغه قدس چې مسلمانانو د سلطان صلاح الدين ایوبي په مشرۍ له صليبيانو آزاد کړی و.
د دې پلان د عملي کولو لپاره، پرتګاليانو غوښتل چې د صومال ساحلي سيمې پر حجاز د بريد لپاره د سمندري اډو په توګه وکاروي، خو دلته صوماليايي اتل، سلطان احمد ابراهيم الغازي، چې د “مملکت اتل واکمن و دغه پلان څخه خبر او عاجل خپل ټول داخلي اختلافات پريښودل او د افريقايي مسلمانانو قبایلو او سلطنتونو په پراخ ائتلاف کې ګډون وکړ او د الله تعالی په مرسته يې د پرتګاليانو او حبشيانو صليبي اتحاد ته ماتې ورکړه.
په يوه سخته او اوږده جګړه کې، قائد احمد الغازي سخت ټپي شو، خو مقابله يې وکړه، د دشمن مخ يې ونیوله تر دې چې بالاخره يې د صليبي کمپاین مشر، مجرم “کريستوفر دي ګاما” وواژه. دا هماغه کس و چې د رسول الله ﷺ د قبر او جسد او انتقال پلان يې جوړ کړی و. دا کريستوفر، د فاسق پرتګالي، واسکو دي ګاما زوی و.
د دې سترې فتحې وروسته، احمد الغازي رحمه الله پخپله هم په يوه بله جګړه کې شهيد شو، چې هماغه خپله مخامخ رهبري کړې وه. د هغه په اړه، د کتاب “النور السافر عن أخبار القرن العاشر” ليکوال وايي:
د احمد الغازي کارونه ورځ تر بلې پراخېدل، ډېرې د حبشه سيمې يې فتح کړې صليبيان يې مات کړل په دوامداره ډول د الله جل جلاله په لار کې جهاد ته ووت،
د همدې مجاهد صوماليايي قوماندان له امله، صومال د رسول الله ﷺ د قبر د دفاع لومړی مورچل وګرځېد.
قدرمنو او محترمو ورونو: حيران شم چې يو شمېر فقط د خپل زړه سکون په خاطر اسرائيلي يهودو او امريکايي صليبيانو ته پر اهل تشيع کلمه ويونکو ترجيح ورکوي او د هغوی کړنو ته چکچي وهي تاسو څه فکر کوي که نتنياهو بريالۍ شي ستا د مديني او مکي تقدس به وساتي ، ستا د مکي حرم او نبوي حرم حرمت به وساتي او څه فکر کوي چې لګژري او VIP ژوند او آسايشونو اموخته اوسني عربان به د حرمينو دفاع وکړي
که پدي فکر ياست چې يهود او صليبيان به رحم وکړي نو بيا له تاريخ انکار کوي او همدارنګه له شرعي نصوصو څخه..
وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ
يهود او نصارا به هېڅکله له تا (اې محمد!) نه راضي شي تر هغې پورې چې ته د دوی پیروي ونه کړې.
لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ
ته به یقیناً ومومې چې د هغو خلکو سره تر ټولو زیات دښمني کوونکي، چې ایمان یې راوړی دی، یهود او مشرکان دي.
الله تعالی د وکړي چې يو شمېر د لوي او واړه شر تر منځ توپير وکړي د لوي او واړه خطر ترمنځ توپير وکړي د لوي او واړه تاوان تر منځ توپير وکړي..
……………
سرچینې:
1. النور السافر عن أخبار القرن العاشر
لیکوال: الشلی، علی بن عبد الله
صفحه: 179
2. فتوح الحبشة (Conquest of Abyssinia)
لیکوال: شيخ شهاب الدين احمد بن عبدالقادر
3. Portuguese Colonialism in East Africa
لیکوال: Eric Axelson ا
4. The Muslim Empires of the Ottomans, Safavids, and Mughals
لیکوال: Stephen Dale
5. د اسلامي تمدن افريقايي بابونه – علمي مقالې او ویبپاڼې: