سپاه پاسداران: د قطر العدید اډې توغندويي هدف ګرځول د امریکا د تجاوز ځواب و

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د پوځ له لوري د ایران پر سولهيیزو اټومي تاسیساتو د ښکاره برید په غبرګون کې یې د قطر العدید هوايي اډه د “بشارت فتح” عملیاتو په ترڅ کې په ویجاړوونکو توغندیو ویشتلې ده.
دا اډه د امریکا د هوایي ځواک مرکزي قومانده او په سیمه کې تر ټولو ستره ستراتیژیکه نظامي شتمني بلل کېږي.
سپاه وایي، دا برید د ملي امنیت د عالي شورا په تدبیر او د خاتمالانبیاء (ص) قرارګاه په رهبرۍ تر سره شوی، او هدف یې دا و چې ثابته کړي اسلامي ایران به هېڅکله د خپلې خاورې، حاکمیت او ملي امنیت پر وړاندې تېری بې ځوابه پرېنږدي.
اعلامیه کې زیاته شوې، چې د امریکا خوځنده نظامي اډې په سیمه کې د دې رژیم د ځواک نښې نه، بلکې د کمزورۍ ستر ټکي دي. ایران د محرم میاشتې په درشل کې خبرداری ورکړی چې د «وهو او تېښته» دور پای ته رسېدلې، او که امریکا یا اسراییل بیا شرارت وکړي، نو دا به د دوی د نظامي شتون د چټک سقوط لامل شي.



