ایران: العدید هوايي اډه مو په بشپړه توګه ویجاړه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران د ملي امنیت عالي شورا اعلان کړی، چې د امریکا له لوري د ایران پر هستوي تأسیساتو د برید په غبرګون کې یې د هېواد وسله‌والو ځواکونو په قطر کې د امریکا مهمه هوايي اډه العدید په نښه کړې او په بشپړه توګه یې ویجاړه کړې ده.

یادې شورا ویلي، برید په داسې ډول پلان شوی و، چې له ښاري سیمو څخه لرې ترسره شي، تر څو د قطر ولس ته هېڅ ډول خطر پېښ نه‌ شي.

د شورا په وینا، دا اقدام د ایران د ملي حاکمیت، دفاعي حق او ستراتیژیکو مصلحتونو په رڼا کې ترسره شوی، او دا یوازې د یو “محدود او خبرداري ورکوونکي ځواب” پیل دی.

په ورته وخت کې، نړیوالو سرچینو راپور ورکړی، چې د برید له امله د العدید پوځي مرکز سختو چاودنو لړزولی او له سیمې تور لوګي پورته کېږي. د برید د دقیقو تلفاتو او مالي زیانونو په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا له‌خوا هم تر دې دمه کوم رسمي غبرګون نه‌دی څرګند شوی.

د ویلو ده، چې العدید اډه د امریکا د هوايي ځواک تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي چې له همدې ځایه په منځني ختیځ کې ګڼ شمېر عملیات اداره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button