ټرمپ د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې؛ عراقچي: که اسراییل برید بند کړي، موږ هم غبرګون نه ښیو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د قطر له امیر څخه غوښتنه کړې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانو شخړو د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

د رویټرز خبري آژانس د یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي، چې ټرمپ د قطر له امير غوښتي ترڅو ایران وهڅوي چې د اوربند له طرحې سره موافقه وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «لکه څنګه چې موږ څو ځله ویلي، دا اسراییل و چې جګړه یې پیل کړه، نه موږ. تر دې دمه د اوربند یا عملیاتو د درولو په اړه کوم رسمي توافق نه‌دی شوی.»

خو نوموړي زیاته کړې: «که چیرې اسراییل خپله غیرقانوني تهاجمي حمله د سهار تر ۴ بجو پورې ودروي، ایران به هم د ځواب ویلو نیت ونه لري. خو وروستۍ پرېکړه به وروسته وشي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي: «د ایران قوي وسله‌وال ځواکونه د سهار تر ۴ بجو پورې د اسراییلو د سزا لپاره خپل عملیات جاري ساتلي، او زه د ملت په استازیتوب له خپلو زړورو ځواکونو مننه کوم، چې د هېواد دفاع ته تر وروستۍ سلګۍ پورې تیار ولاړ وو.»

له بلې خوا، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خپلو وزیرانو ته ویلي چې د ټرمپ له لوري له ایران سره د اوربند د هڅو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button