پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونه؛ تلابیب او حیفا کې درنې چاودنې شوي

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۳ چونګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ایران له لوري پر اسرائیلو د تازه توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د اشغالي فلسطین په بیلابیلو ښارونو، په ځانګړې توګه تلابیب او حیفا کې درنې چاودنې شوي دي.
راپورونه وايي، چې د ایران لخوا د توغندیو تازه څپه نن سهار پیل شوې او ګڼ ښارونه یې په نښه کړي دي. د تلابیب په شاوخوا کې څو اپارتماني ودانۍ، تجارتي مرکزونه او پوځي زیربناوې ویجاړې شوې دي. د حیفا په بندري ښار کې هم د درنو چاودنو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۴۴ توغندي د دفاعي سیستمونو له محدود ظرفیت څخه تېری شوي، چې له امله یې پراخ تاوانونه رامنځته شوي دي. چارواکو تایید کړې، چې ۹۰ زره خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي او په ګڼو سیمو کې بیړني حالت اعلان شوی دی.
د نړیوالو خبري اژانسونو په وینا، د CNN خبریال “اندرسن کوپر” او نورو خبریالانو د ژوندۍ خپرونې پر مهال د هوايي بریدونو له امله خپرونه پرېښوده او پټنځایونو ته وتښتیدل.
د ایران له لوري د بریدونو دغه تازه وروسته له هغې پیل شوه چې چې تېره شپه د امریکا لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو د بمبار په غبرګون کې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا ګڼې پوځي اډې په نښه کړې سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند اعلان کړی، خو توغندیز بریدونه لا هم دوام لري.



