د اسرائیلو روغتیا وزارت: د ایران تازه بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ایران لخوا په تلابیب، حیفا، او نورو ښارونو باندې د توغندیو تازه بریدونو په ترڅ کې اوس مهال د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی، او سلګونه تنه ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو روغتیا وزارت د مرګ ژوبلې پخلی کړی او په خبره یې د ژغورنې ډلې ویجاړو شویو ودانیو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې هڅه کوي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو د ایران وروستي بریدونه بې ساري بللي دي.



