تل ابیب کې درنه چاودنه؛ د اشغالي فلسطین ټولو ښارونو کې یې غږ اورېدل شوی

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران د تازه توغندیزو بریدونو په دوام، د اشغالي فلسطین په مرکز تل‌ابیب کې یوه درنه او بې‌سارې چاودنه شوې ده، چې د راپورونو له مخې، د دې چاودنې غږ د اشغال لاندې ټولو ښارونو کې اورېدل شوی دی.

عیني شاهدان وايي، چې دا چاودنه دومره زوروره وه، چې د ښار په لرې پرتو سیمو کې یې هم کړکۍ ماتې کړي او خلک د ویرې له امله له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

اسرائيلي رسنیو د پېښې پخلی کړی او وايي، چې د برید دقیق هدف تر اوسه روښانه نه دی، خو د تل‌ابیب په سیمو کې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د دې درنې چاودنې له امله په حیفا، بئر السبع، عسقلان، او اشدود ښارونو کې هم خلکو د خطر زنګونو غږونه اورېدلي او خوندي ځایونو ته تللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button