عراقچي: د اوربند هېڅ رسمي وړاندیز نه‌دی ترلاسه شوی، جګړه به تر عادلانه سولې دوام ولري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تر اوسه پورې تهران ته د اوربند کوم رسمي وړاندیز نه‌دی رسېدلی او ایران هم د داسې وړاندیز د منلو لپاره کوم دلیل نه‌لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به خپلې جګړه‌ییزو هڅو ته تر هغې دوام ورکړي، څو یوه دایمي او عادلانه سوله تأمین نه‌شي.

هغه د امریکا او اسراییلو وروستۍ څرګندونې دروغ او چل بللي، چې موخه‌یې د ایران پر ملي ګټو د بریدونو توجیه کول دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ویلي وو، د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي. خو عباس عراقچي دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ډول توافق تر اوسه نه‌دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button