ایران له خوا د اوربند منلو ته چمتووالی خو دا چمتووالی دوه مهمو شرطونو ته مشروط دی

سامح عسکر

لومړی: امریکا دې د ایران د سوله‌يیز اټومي پروګرام حق په رسمیت وپېژني.

دویم: اسرائیل دې د خپل لومړني برید تاوان ورکړي.

په سیمه‌يیزو او نړیوالو تحلیلونو کې داسې اټکل کیږي چې ښايي د امریکا او ایران تر منځ وروستۍ جګړه‌ییزه ننداره، یعنې هم د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه او هم د ایران غبرګون په قطر کې پر امریکايي اډې، یوه همغږې شوې او له مخکې نه طرحه شوې «سیاسي ډرامه» وه. هدف یې ښايي د دواړو خواوو له خوا د وضعیت کنټرول او د فشارونو کمول و، نه یو واقعي، بشپړ نظامي تقابل.

شنونکي وايي، داسې نښې شته چې یو منځګړی هېواد یا لوری هڅه وکړي تر څو دواړه خواوې د داسې یو توافق پر لور بوځي چې نه یوازې د جګړې تاوانونه محدود کړي، بلکې له داخلي صهیونیستي فشارونو (په امریکا کې) او له اوږدمهاله جګړې (په سیمه کې) د خلاصون زمینه هم برابره کړي. د امریکا رسنۍ هم دا مني چې امریکايي بریدونو د ایران اټومي پروګرام ته عملي زیان نه دی رسولی، نه چا ته مرګ‌ژوبله اوښتې، نه رادیواکتیف توکي لیک شوي، او نه هم بنسټیزه ضربه ورکړل شوې ده.

د اسرایلو له لورې د دې جګړې د اعلان شویو څلورو اساسي موخو څخه هېڅ یوه نه ده پوره شوې:

1. د ایران پر اټومي پروګرام بشپړه ضربه او د یورانیمو د غني‌سازۍ د پوهې ختمول.

2. د ایران پر توغندويي پروګرام او نظامي ظرفیتونو پای ته رسول.

3. د ایران د حکومت نسکورول او یو لوېدیځ‌پلوه بدیل راوستل.

4. د ایران او د هغې د سیمه‌يیزو متحدینو ترمنځ اړیکو پرې کول.

سره له دې چې د جګړې دواړو لوریو ته مالي او معنوي زیانونه رسېدلي، خو د ستراتېژیکو موخو له نظره نه امریکا، نه اسرائیل، او نه هم ایران خپله اصلي بریا ترلاسه کړې ده.

ایران لا هم له ۱۰ زره زیات اټومي ساینس‌پوهان لري، او هغه پلان چې لوېدیځ یې د پراخو بریدونو له لارې د لسګونو تنو ساینس‌پوهانو د ترور له لارې د ایران اټومي پروژه ختمول، نیمګړی پاته شوی. سره له دې چې شاوخوا ۲۰ ساینس‌پوهان وژل شوي، خو پروګرام لا پر خپل مسیر روان دی.

په راتلونکو میاشتو کې تمه ده چې ایران له نړیوالې اټومي ادارې سره اړیکې پرې کړي، او له NPT (د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون) څخه هم ووزي، او دا به د یوه اټومي وسلې د اعلانولو مقدماتي ګام وي – یو داسې ګام چې اوس د ایران دننه ډېر غږونه ورته پورته شوي دي.

بل لور ته امریکا او اسرائیل هڅه کوي چې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د ایران راکټونه اسرائیلو ته له خنډ پرته ورسېدل، او دا ښيي چې د جګړې اوږدیدل به د اسرائیلو لپاره ډېر خطرناک تمام شي – یو هېواد چې نه سیاسي زغم لري، نه اقتصادي خودکفایي، او نه هم د جګړې اوږدمهاله منابع.

لنډیز: دا یوه جګړه وه چې ټول لوري پکې د ستراتېژۍ له نظره ناکام وو. جګړه یو ډول “توافق‌نامه‌ییزه ننداره” وه، او له همدې کبله د حقیقي نظامي اهدافو پر ځای، سیاسي پیغامونه او رواني مدیریت پکې اصلي ځای درلود. دا یوازې یوه پړاو وه – تر څو چې د فلسطین مسأله نه وي حل شوې او د غزې جګړه نه وي بنده شوې، نو داسې کړکېچونه به بیا بیا راولاړیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button