په اسلام‌آباد کې د افغان سفیر او د UNHCR د مشرې لیدنه؛ د کډوالو پر وضعیت او بېرته ستنېدو خبرې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

 د افغانستان سفارت په اسلام‌‎آباد کې خبر ورکړی چې د امارت اسلامي سفیر، سردار احمد شکیب، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له کمیشنر، فلیپا کندلر سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د پاکستان مېشتو افغان مهاجرینو وضعیت او د POR کارت لرونکو برخلیک ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

دواړو لوریو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په پروسه کې د UNHCR د ونډې پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو اونیو کې د سیمې د حالاتو له امله د مهاجرینو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې، او د امارت اسلامي چارواکو د دوی د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button