غزه کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

له غزې وړکړل شوي راپورونه وایي، چې د مقاومت ځواکونو په یوه تازه برید کې درې تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

سرچینې وایي، دا برید نن سهار د غزې په شمالي برخه کې ترسره شوی، چېرې چې د مقاومت یوې ځانګړې ډلې د اسرائیلي ترهګرو پوځیانو پر ګزمه‌ برید وکړ.

د اســ.رائیلي پوځ ویاند دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي، چې درې پوځیان یې وژل شوي، او څو نور ټپیان دي.

دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د غزې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده، او د مقاومت ډلې پر اشغالګرو ځواکونو پراخ او هدفمند بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button