سي‌ان‌ان: امریکا ونه توانېدله، چې د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د امريکايي تلويزیوني شبکې سي‌ان‌ان د تازه راپور له مخې، په وروستيو سایبري او هوایي عملیاتو کې امریکا و نه توانیدله، چې د ایران د اټومي پروګرام مهم تاسیسات له منځه یوسي.

د راپور له مخې، د امریکا هدف دا و، چې د ایران اټومي وړتیاوې فلج کړي، خو د ایران پرمختللې دفاعي سیستمونه او د تاسیساتو ژور موقعیتونو دا بریدونه بې‌اغېزې کړل.

سي‌ان‌ان وايي، ایران د خپلو اټومي تأسیساتو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي، چې د سایبري بریدونو او د بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې ځانګړې مقاومت لري.

ویل شوي، د امریکا دا ناکامه هڅه وروسته له هغه ترسره شوه، چې ایران پر اسرائیلو پراخ توغندويي بریدونه وکړل او په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پوځ وايي، د اړتیا په صورت کې به نور بریدونه هم ترسره کړي، خو شنونکي دا د واشنګټن لپاره یوه لویه ناکامي بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button