صهیونیستي پوځ: غزه کې مو ۸ عسکر وژل شوي او ګڼ ټپیان دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي غاصب رژیم پوځ اعلان کړی، چې ۸ سرتېري یې د غزې تړانګې په جنوب کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور سخت ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښه پرون (سې شنبه) هغه مهال رامنځته شوه، چې د صهیونیستي ځواکونو یوه پوځي موټر پر یوه ښخ شوې بم ور برابر شو.

د بم چاودنه دومره زوروره وه، چې موټر یې په بشپړ ډول له منځه یووړ او ډېری سپرلۍ پکې ووژل شوې.

د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام لېوا” د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې ده چې د اشغالګرو درې ټانکونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button