ایراني رسنۍ: درې تنه اسرائیلي جاسوسان اعدام شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د قضایه قوې اړوند رسنۍ “میزان” خبر ورکړی، چې د ارومیه هغه درې تنه اعدام شوي، چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې، موساد سره یې همکاري کړې وه.

د بشري حقونو سرچینو ویلي چې د دې کسانو اعدام د ایران د اټومي پروګرام یو له مهمو شخصیتونو څخه د محسن فخر زاده د وژنې سره تړاو درلود.

د فارس خبري اژانس، چې د انقلابي ګارډ سره نږدې دی، د چهارشنبې په سهار بیا راپور ورکړ چې په تیرو ۱۲ ورځو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان “صهیونیستي” ريژیم سره د اړېکو، جاسوسۍ او همکارۍ” په تور نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button