د مهاجرینو وزارت او فراداتا موسسې ترمنځ د ۴۱ میلیونه افغانیو مرستې تفاهمنامه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او فراداتا ټولنیزو خدماتو موسسې ترمنځ د همکاریو یوه نوې تفاهمنامه لاسلیک شوه.
ياد وزارت وايي، دا تفاهمنامه چې ارزښت یې ۴۱ میلیونه، ۴۶۶ زره او ۹۳ افغانۍ دی، د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوې ده.
د یادې تفاهمنامې له مخې، فراداتا موسسه به دغه مالي مرسته د نیمروز ولایت په کچه د شاوخوا ۶ زرو بېرته راستانه شویو کورنیو لپاره ځانګړې کړي، ترڅو دوی ته د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې ورسوي.
د کډوالو وزارت مسؤولین وایي، دغه مرسته به د بېرته راستانه شویو کورنیو د ژوند د اسانتیا، لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او ټولنیز ثبات په برخه کې مهمه ونډه
ولري.



