شمالي وزیرستان کې سرتېری برید؛ ۱۳ پاکستاني عسکر او عملياتو کې ۱۴ بریدګر وژل شوي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ایس پي آر) په وینا، د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان خونړۍ سرتيری برید شوی چې له امله یې ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۴ بریدګر وژل شوي دي.
راپورونه وایي، دغه برید د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله ترسره شوی چې امنیتي ځواکونو د ګزملې پر مهال پرې ټکر شوی دی.
په دغه برید کې درې ملکي کسان، چې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي، ژوبل شوي دي.
آی ایس پي آر زیاتوي چې د برید وروسته سمدستي ځوابي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې ۱۴ بریدګر ځای پر ځای ووژل شول.
د پاکستان پوځ وايي، په سیمه کې د نورو وسله والو د نیولو او پاک کارۍ عملیات روان دي.



