هند کې د مودي د واکمنۍ پر مهال پر مسلمانانو بریدونه زیات شوي، ۱۴۶۰ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د راپورونو له مخې، د هند د وزیراعظم نرېندرا مودي تر واکمنۍ لاندې، په تېر یو کال کې پر مسلمانانو د بریدونو او تاوتریخوالي پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

په یاده موده کې ۴۱۹ جُرمونه او تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې شاوخوا ۱۴۶۰ تنه مسلمانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي چې دغه تاوتریخوالي او د کرکې ډک بریدونه زیاتره د هندوانو افراطي ډلو لخوا ترسره کېږي، چې د حکومت له خوا ورته پټ یا ښکاره ملاتړ هم شته.

د بشري حقونو فعالان وايي، د مودي حکومت د دغو پېښو په مخنیوي کې ناکام دی او برعکس، داسې ښکاري چې پر اقلیتونو، په ځانګړي ډول پر مسلمانانو د فشار راوړلو یوه ستراتیژي عملي کېږي.

یاده دې وي چې په هند کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه مسلمانان مېشت دي، چې اوس مهال د خپل امنیت په اړه سخت اندېښمن دي او په پرله‌پسې ډول له تبعیض او ظلم سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button