د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس: د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنيوی زموږ کاري وجيبه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، د ښار جوړونې وزیر ښاغلي مولوي حمد الله نعماني او د کابينې يو شمېر نورو غړو په ملتيا هرات ولایت ته له ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

ياد پلاوي د اسلام‌قلعه بندر کې د افغاني سرې میاشتې له مرکز او د نورو اړونده ادارو له لورو جوړ شوو پنډغالو څخه ليدنه وکړه او پکې راستنېدونکو کډوالو ته د ترسره کېدونکو بشرپالو او روغتيايي خدمتونو د چارو ارزونه يې وکړه.

یاد پلاوي په یوې ګډې مطبوعاتي ناستې کې خپل معلومات له رسنيو سره شريک کړل او ډاډ يې وښود چې د کډوالو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لورې هر راز چمتووالى نيول شوى دی، او هڅه کېږي چې د لنډمهالې سرپناه برابرولو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه او بشري مرستې په منظم شکل ووېشل شي.

د يادونې وړ ده چې ددې بهير د پيل راهيسې افغاني سرې میاشتې کډوالو ته لاندې خدمتونه وړاندې کړي:
• ١٠٠٠٠ تنو ته د پخو خوړو وېش؛
• ۹۰۰۰ تنو ته د وچې ډوډۍ وېش؛
• ۱۱۵۲۰ تنو ته د څښاک پاکو اوبو برابرول؛
• د دوو ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې زرهاوو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، چې پکې معاینه، درمل، پانسمان، مور او ماشوم ته پاملرنه، رواني ملاتړ او روغتیايي پوهاوی شامل دی؛
• تازه‌راستانه شوو کډوالو ته د نوم ثبتولو او روغتیايي مرکزونو معرفي کول؛
• د نادرکه کسانو موندنه او له کورنیو سره یې بېرته يوځاى کول.

ښاغلي دلاور رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، د راستنېدونکو کډوالو هر راز لاسنیوی زموږ کاري وجیبه ده او زياته يې کړه چې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو شمېر به له دوو نه څلورو ته لوړ کړو، په ورځني ډول به له ٢ زره نه تر ٦ زره خوراکو پورې د پخو خوړو وېش روان وساتو او د مرستندويه پرسونل په شمېر کې به هم د پام وړ زياتوالى راولو.

مربوطه مطالب

Back to top button