ټرمپ: که نتنیاهو محاکمه شي، له اسراییلو سره به مرستې بندې کړم

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د نړیوالې جزایي محکمې لخوا محاکمه شي، نو له دغه رژیم سره به د واشنګټن مالي مرستې ودرول شي.
ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا تر دې دمه له اسراییلو سره د ملاتړ په موخه میلیاردونه ډالر لګولي او که چیرې د نتنیاهو پر ضد قضایي اقدام وشي، دا به د امریکا له خوا نه زغمل کېږي.
هغه د نتنیاهو پر ضد د نړیوالو هڅو په اړه ویلي، دا یوه “مغرضانه او سیاسي” څارنه ده، چې موخه یې د اسراییلو کمزوري کول دي.
د ټرمپ په وینا، دا ډول ګامونه نه یوازې د اسراییل پر حکومت فشار راولي، بلکې له ایران او حماس سره د احتمالي مذاکراتو بهیر هم ټکنی کوي.
یاده دې وي، چې دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د غزې په تړانګه د اسراییلو د بریدونو له امله لسګونه زره فلسطینیان، په تېره ماشومان، د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې شهیدان شوي او د نړیوالو غبرګونونه یې راپارولي دي.
په ورته وخت کې، د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا د نتنیاهو د نیولو غوښتنه هم راپورته شوې، چې له امله یې د نړیوالو سیاستوالو ترمنځ تاوده بحثونه روان دي، خو تر اوسه يادې محکمې عملي اقدامات نه دي کړي.



