اسرائیل: له سوریې سره اړیکې هغه مهال جوړوو چې جولان زموږ خاوره وپېژني

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار ویلي، له سوریې سره به یوازې هغه وخت اړیکې عادي شي چې سوریه د جولان د سیمې د اسرائیلو برخه وبولي.

نوموړي دا خبرې له i24News سره کړې او زیاته یې کړه، که جولان زموږ تر ولکې لاندې پاتې شي او له سوریې سره سوله وشي، دا به د اسرائیلي ولس لپاره ګټوره وي.

بل‌خوا یوې باوري سوریایي سرچینې ویلي، تمه ده چې تر ۲۰۲۵ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات وشي.

سرچینه زیاتوي، اسرائیل چمتو دی له هغو سوري سیمو ووځي چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې نیولي، خو جولان به یوه ګډه سوله‌ییزه سیمه وګرځي، پرته له دې چې د وروستي مالکیت پرېکړه وشي.

بلخوا د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، هڅه کوي د اسرائیلو بریدونه بند کړي، او دا هڅې د نړېوالو د منځګړتوب له لارې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د بشارالاسد له پرځېدو وروسته، اسرائیلو پر سوري سیمو بریدونه زیات کړي او د جولان په ګډون یې ځینې نورې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button