د غزې جګړه؛ خان یونس کې د حماس کمین – د وژل شویو اشغالګرو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې «القسام لېوا» اعلان کړی، چې د غزې جنوبي ښار خان یونس په «القبه» سیمه کې یې د اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو پر کاروان کمین وهلی، چې له امله یې لس تنه اشغالګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
د راپورونو له مخې، برید هغه مهال ترسره شوی، کله چې د صهیونیستي رژیم ځواکونه هڅه کوله، څو د مجاهدینو د تونلونو او پټنځایونو پلټنه وکړي، خو د القسام مجاهدینو د دقیقو اطلاعاتو په اساس پر هغوی ماینونه وچول او له نږدې واټنه یې په درنو وسلو وویشتل.
سرچېنې زیاتوي، چې له کمین وروسته د صهیونیستي پوځ بېړنۍ چورلکې سیمې ته ورغللې او د وژل شویو او ټپي شویو عسکرو انتقالول یې پیل کړل؛ خو د مجاهدینو له لوري یو شمېر نورو عسکرو ته هم زیانونه واوښتل.
د القسام ویاند «ابوعبیده» د دې عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي: «زموږ مجاهدین دښمن ته د مرګ درس ورکوي، تر هغې چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د اشغالګرو وژل به دوام لري.»
صهیونیستي رژیم بیا د خپلو تلفاتو پوره شمېر نه دی خپور کړی، خو د عبري رسنیو له وینا سره سم، د پېښې له ځایه د عسکرو جسدونه انتقال شوي او حالات خورا خراب بلل شوي دي.



