په جوزا میاشت کې له رېل پټلۍ ۳۱۲ زره ټنه توکي وارد او صادر شوي

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په جوزا میاشت کې د رېل پټلۍ له لارې ټولټال ۳۱۲ زره او ۳۹۷ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او له هېواده صادر شوي دي. له دې شمېرې ۲۴۲ زره او ۳۵۷ ټنه د حیرتان، ۱۶ زره او ۷۶۰ ټنه د آقینې، ۲۲ زره او ۲۶۱ ټنه د تورغونډۍ او ۳۱ زره او ۱۸ ټنه د خواف-هرات له لارې انتقال شوي دي.

په دې توکو کې نفتي، غیر نفتي او نور سوداګریزو مواد شامل دي. د همدې میاشت په لړ کې ۴ زره او ۸۸۹ ټنه صادرات او ټرانزیټ هم ترسره شوي، چې ډېر یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس جوړوي.

د ټولګټو وزارت وایي، هڅه کوي چې سوداګرو ته لا زيات لازم سهولتونه برابر کړي او د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر لا ګړندی کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button