هرات کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونځیو د دېوالونو د ترمیم او جوړولو کار پیل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د هرات د معارف ریاست وایي، چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۹ ښوونځیو د احاطوي دېوالونو د ترمیم او جوړولو، د څاه ګانو کیندلو او د لمریزه سیستم د نصب پروژې پیل شوې دي.
مسوولين زیاتوي، چې دا پروژه د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۵ میلیونه او ۵۶۷ زره افغانیو په ارزښت عملي کېږي.
پروژه په کهسان، ګلران، ګذره، اوبه، انجیل، غوریان او کوهزور ولسواليو کې تطبیقېږي، چې د بشپړېدو وروسته به یې سلګونه زدهکوونکي له ښو تعلیمي اسانتیاوو برخمن شي.
د هرات محلي اداره وایي، هڅه کوي چې د ولایت په ټولو برخو، په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې زدهکړو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.



