په کابینه کې نوي بدلونونه؛ د دوو وزیرانو دندو ته بدلون ورکړل شو

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم شيخ الحديث هبت الله اخندزاده په حکم، په کابینه کې نوي بدلونونه اعلان شول.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل رسمي اکس اکاونټ کې لیکلي، چې د ښار او کور جوړونې پخوانی وزیر مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني د ښار جوړونې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button