د کډوالو چارو وزیر د یوناما او ملګرو ملتونو له استازو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې

(کابل ټکی کام، شنبه، ۷چنګاښ ۱۴۰۴):

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راتوټه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال او د کډوالو نړیوال سازمان مشرې آغلې میهیونګ پارک سره وکتل.

په دې ناسته کې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت او د بشري مرستو په اړه خبرې شوي دي.

د مهاجرينو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یوناما مرستیال وویل، روان زېږديز کال تر دې دمه له ایران او پاکستان څخه له یو میلیون ډېر افغانان بېرته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړه چې له پاکستان څخه د افغانانو په جبري ایستنه کې کموالی راغلی، خو له ایران څخه د ایستلو لړۍ لاهم په لوړه کچه روانه ده. نوموړي وویل، یوناما هڅه کوي ایران ته قناعت ورکړي چې افغانان په جبري ډول ونه ایستلي، بلکې په خپله خوښه او په پلان شوي ډول بېرته هېواد ته راستون شي.

مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ښه مدیریت لپاره په اسلام قلعه کې ټول امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ چې ټولې اړوندې ادارې د خدمت لپاره چمتو دي او د درې اړخیزې ناستې له لارې به له ایران سره د ستونزو د حل هڅه وشي. نوموړي له نړیوالو ادارو سره د دوامداره همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button