د جهنم دروازې عملیات؛ غزه کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت ځواکونو د “جهنم دروازې” تر نامه لاندې د پیل شویو ځپونکو عملیاتو په لړ کې د صهیونیستي رژیم ګڼ پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سرچینو ویلي، چې دغه عملیات د غزې په شمالي او جنوبي سیمو، کې پلان شوي وو، چې پکې د پرمختللو ماینونو او نږدې واټن ویشتونکو هاوانونو څخه ګټه اخیستل شوی ده.
د راپورونو له مخې، د صهیونیستي عسکرو د زغروالو موټرو کاروان د مقاومت له لوري له مخکې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو سره مخ شوی، چې له امله یې ګڼو اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځینې سرچینې د وژل شویو صهیونیستي عسکرو شمېر تر ۱۸ تنو زیات ښيي.
د حماس غورځنګ پوځي ویاند ابوعبیده ویلي، چې دا عملیات د مقاومت د نه تسلیمۍ او دوامداره مبارزې څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې تر څو یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د صهیونیستي پوځیانو وژل به دوام لري.
د اسرائیلي پوځ رسمي ویاند د پېښې د جزئیاتو له ورکړې ډډه کړې، خو د ژوبلو سرتېرو د لیږد راپورونه یې تایید کړي دي.
دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د غزې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او فلسطیني مقاومتي ډلې خپل بریدونه لا پراخوي.



