عبدالمالک حوثي د اسلامي نړۍ ځوانانو ته: قرآن مطالعه کړئ چې په هر ډګر بریالي شئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي” د اسلامي نړۍ ځوانانو ته په یوه تازه پیغام کې ویلي، چې د قرآن کریم د ژورې مطالعې او تدبر له لارې مسلمانان کولی شي، نه یوازې په ديني بُعد، بلکې په سیاسي، نظامي، او علمي ډګرونو کې هم بریا ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې:
> “قرآن د هدایت کتاب دی، که مونږ یې په تدبر سره ولولو، نو دا به مونږ ته د ژوند په ټولو چارو کې لارښوونه وکړي. ځوانان باید د قرآن له علم، حکمت او رڼا څخه ځانونه برخمن کړي.”
الحوثي ټینګار وکړ، چې د اسلامي امت د نننیو ستونزو د حل کلیدي لاره قرآن ده او په هغه عمل کول او د اسلامي ارزښتونو بیا ژوندي کول مهم دي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د غرب له فکري یرغل، کلتوري یرغل، او سیاسي غلامۍ څخه خلاصون یوازې هغه وخت ممکن دی، چې مسلمان نسلونه د قرآن کریم پیغام درک کړي او د هغه مطابق عمل وکړي.
عبدالمالک حوثي همداراز د مقاومت او جهاد ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د فلسطین، یمن، لبنان او نورو سیمو اتلان د همدې قرآني روحیې پر بنسټ د صهیونیستي او استعماري ځواکونو پر وړاندې ولاړ دي.



