حماس: د اشغال پای او د اقصى ژغورنه یوازې د مقاومت او اسلامي هېوادونو د عملي اقدام له لارې ممکنه ده

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د حماس ډلې مخکښ غړی محمود المرداوي الجزیره ټلوېزیون سره په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې فلسطیني ملت به خپله مبارزه او مقاومت جاري ساتي.
نوموړي ویلي، د اشغالګرو له خوا سخت تعذیب د مجاهدینو حوصله نه ده ماتې کړې، بلکې دوی لا هم په کلکه مبارزې ته دوام ورکوي زياتوي په الخلیل ښار کې د اسراییلي اشغالګرو وروستۍ څرګندونې د مقاومت د لړۍ یوه برخه ده.
المرداوي ویلي، چې د اشغالګر پوځ له خوا د خپلو ناکامیو پټولو لپاره درواغجن تبلیغات کېږي، او د صهیونیستي مېشتو لخوا فلسطینیانو باندې بریدونه د نتنیاهو او د اسراییلي پوځ په مستقیم ملاتړ ترسره کېږي. هغه څرګنده کړه چې غزه د لوی مقاومت مشري کوي، او ملت د سختو شرایطو سره سره، د مقاومت نوې لارې چارې مومي.
د حماس ډلې له لوري هم په یوه جلا اعلامیه کې له فلسطیني ولس غوښتنه شوې، چې د اشغالګرو له لوري د مسجد اقصی د یهوديسازۍ د هڅو پر وړاندې ودرېږي.
دغه راز یې له اسلامي او عربي هېوادونو هم غوښتي، چې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د سپکاوي او هویت له خرابېدو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.



