اسرائیلي چارواکی: د غزې جګړه خطرناک پړاو ته داخله شوې، هره ورځ پوځیان وژل کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلي پوځ یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د غزې جګړه اوس یو ډېر خطرناک پړاو ته داخله شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د پوځیانو مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی راځي.

یاد چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند شوی، د اسرائيلو یوې رسنۍ ته ویلي چې د غزې په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول خان یونس او رفح کې فلسطیني مقاومت د کمینونو، بمونو او تونلونو له لارې سخت مقاومت کوي، چې له امله یې “هره ورځ یو شمېر پوځیان وژل کېږي او نور ټپیان کېږي.”

د ده په وینا، دا جګړه نه یوازې د اسرائيلو لپاره ګرانه شوې، بلکې د پوځ پر روحیې یې هم منفي اغېز کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې “د جګړې دغه پړاو، د تېرو پړاوونو په پرتله ډېر مرګ‌ژوبله لري او د مقاومت تاکتیکونه ډېر پیچلي دي.

په ورته وخت کې د فلسطیني مقاومت ډلو لکه القسام او قدس لېوا ویلي، چې د اسرائيلي یرغل پر وړاندې یې مقاومت لا پسې شدید کړی او د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې به بریدونه دوام ومومي، تر څو اشغال پای ته ورسي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د اسرائيلو پوځ د خپلو تلفاتو کره شمېر نه دی خپور کړی، خو د مقاومت ډلې ادعا کوي، چې لسګونه پوځیان یې وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button