د غزې جګړه؛ اسرائیلي رسنۍ وایي تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په جنوبي برخه کې د فلسطیني مقاومتي ځواکونو د بریدونو له امله دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

د اسرائيلي پوځ له خوا د وژل شویو پوځیانو پېژندګلوي هم شوې، چې دواړه یې د چټک غبرګون د ځانګړو ځواکونو غړي وو او د خان یونس په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د حماس ځواکونو په کمین کې وژل شوي دي.

رسنیو زیاته کړې چې له دې پېښې سره د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو پوځیانو شمېر لا پسې لوړ شوی، خو دقیق شمېر یې نه دی ورکړل شوی. بل‌خوا، د اسرائيلي پوځ له لوري هم د تلفاتو کره جزییات نه دي خپاره شوي، خو یواځې د دوو عسکرو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی.

د حماس پوځي څانګې “القسام” لېوا ادعا کړې چې د تېرو عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼ شمېر اشغالګر پوځیان وژلي او د هغوی پوځي وسایط یې له منځه وړي دي.

د یادونې وړ ده چې د غزې جګړه اوس هم روانه ده او فلسطیني ډلې وایي، تر هغه به مقاومت ته ادامه ورکوي، تر څو اشغال پای ته ونه رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button