اسرائیلي پوځ: د نتنیاهو سیاسي بقا لپاره نه غواړو ووژل شو- پوځي جنرالانو غزه کې د جکړې غځولو پلان سره مخالفت کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي پوځ لوړپوړو جنرالانو د غزې جګړې په تړاو د حکومت له دریځ سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې نور د بنیامین نتنیاهو د سیاسي بقا لپاره نه غواړي خپل عسکر قرباني کړي.

د پوځ دننه سرچینو ویلي، نتنیاهو له سیاسي فشارونو د خلاصون لپاره هڅه کوي جګړه وغځوي، خو پوځ نور دا تګلاره نه مني او غواړي ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

ویل کېږي، د جګړې دوام نه یوازې د عسکرو ژوند ته خطر پېښوي، بلکې د اسراییلي ټولنې رواني او اقتصادي وضعیت یې هم له سقوط سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د وژل شویو صهیونیستي عسکرو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، او پوځ کې دننه د نارضایتۍ غږونه د پراخېدو په حال کې دي.

سیاسي شنونکي وایي، نتنیاهو هڅه کوي د جنګي وضعیت په غځولو سره د ځان خلاف روانې قضایي دوسیې شاته کړي او په واک پاتې شي، خو پوځ نور دا لوبه نه غواړي دوام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button