اسرائیلي استخبارات: حماس لا هم د غزې په ډېری سیمو کنټرول لري او د مقاومت لیکې یې نه دي ماتې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلي استخباراتو یوه لوړپوړي افسر الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې اعتراف کړی، چې د حماس پر ضد ټول پلانونه او پوځي فشارونه بې‌اغېزې ثابت شوي دي او دغه غورځنګ لا هم خپل دریځ نه دی بدل کړی.

نوموړي ویلي، د امریکايي ولسمشر ټرمپ له‌خوا د حماس د له‌منځه وړلو جهنمي پلان، د اسراییلي جنرالانو د مهار کړنلاره، د “ګدعون” تر نامه لاندې تازه عملیات، د رفح سیمې جلا کول، د مقاومت د رهبرانو ترور، او حتی د پوځ ځپونکي بریدونه ټول ناکامه شوي دي.

استخباراتي ضابط زیاتوي، چې حماس لا هم د غزې په ډېری سیمو کنټرول لري او د مقاومت لیکې یې نه دي ماتې شوې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اسراییلي پوځ د جګړې د اوږدیدو له امله له داخلي فشارونو سره مخ دی او د نتنیاهو پر تګلارو د پوځ دننه مخالفتونه زیات شوي دي.

شنونکي وايي، دا ډول اعترافونه د صهیونیستي رژیم د کمزورۍ څرګندې نښې دي، او ښيي چې د فلسطیني مقاومت روحیه تر اوسه لا نه ده ماته شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button