امر بالمعروف وزارت: د “نما رسانه” دوه کارکوونکي د مسیحیت او الحاد بلنې په تور نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، د “نما رسانه” په نوم د یوې فرهنګي ـ مذهبي مؤسسې دوه تنه کارکوونکي یې د دې په تور نیولي چې خلکو ته یې مسیحیت او الحاد ته د ورتګ بلنه ورکوله.
د دغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شویو کسانو په خپلو کړنو اعتراف کړی او یاد جرم یې منلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو کسانو د اعتراف ویډیو به هم ډېر ژر له خلکو سره شریکه شي.
خیبر دا موضوع د خپل رسمي اکاونټ له لارې خپره کړې او د نیول شویو کسانو انځور يې هم خپور کړی دی.
د وزارت په وینا، دا ډول کړنې د اسلامي ارزښتونو او هېوادني قانون خلاف دي او عاملین به یې قانون ته وسپارل شي.



