اسامه حمدان: امریکا د اوربند په اړه جدي دریځ نه لري، نتنياهو د سياسي ګټو لپاره جګړه غزوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د حماس لوړپوړي مشر اسامه حمدان ويلي، چې له تېرو څلورو اونیو راهيسې د امریکا له لوري د نتنياهو د اوربند د ردولو پر وړاندې هېڅ واضح او صريح غبرګون نه دی راغلی.
ښاغلي حمدان زیاته کړه، چې نتنياهو هڅه کوي له ايران سره روان تاوتريخوالی د خپلو سياسي اهدافو لپاره وکاروي او له وخت مخکې د انتخاباتو فضا برابره کړي.
د حماس دا مشر وایي، له څلورو اونیو راهیسې د اشغالګرو له لوري د اوربند په تړاو هېڅ پرمختګ نه دی شوی، خو دوی د داسې يو تړون د ترلاسه کولو هڅه کوي، چې د فلسطيني ولس پر ضد روان يرغل ودرولای شي.
نوموړي وويل، چې د منځګړو هېوادونو له لارې هڅې روانې دي څو د يرغل د بندېدو او د سرحدونو د خلاصېدو زمينه برابره شي. دی وايي، که يرغل دوام وکړي، مقاومت به هم دوام ولري.
اسامه حمدان وويل، چې دوی يوه بشپړه طرحه وړاندې کړې چې د يوې پراخې معاملې لامل کېدای شي، خو نتنياهو د فلسطيني ولس د وينو په بدل کې سياسي فشارونه واردوي.
هغه همداراز څرګنده کړه، چې امريکايي اداره لا هم د داسې حالت په موقعيت کې نه ده، چې يو باوري او جدي منځګړی وبلل شي. نوموړي ټينګار وکړ، چې دوی د داسې اوربند غوښتونکي دي، چې د فلسطيني ولس ژغورنه وکړي.
په پای کې حمدان ويلي، بايد فلسطيني ولس ته د يو خپلواک او حاکم دولت د جوړېدو حق ورکړل شي.



