هرات چارواکي: له ایرانه راستانه شوي کډوال وړیا خپلو سیمو ته لېږدول کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د هرات سیمه‌یزې ادارې د هغو اوازو په غبرګون کې، چې ګواکې له ایرانه راستانه شویو افغان کډوالو څخه د انتقال په بدل کې پیسې اخیستل کېږي، دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټول هغه افغانان چې له ایران څخه بېرته راستانه کېږي، له هرات څخه خپلو اړوندو ولایتونو او سیمو ته د کډوالو چارو ته د رسېدګۍ کمیسیون له لوري د ځانګړو موټرو په واسطه وړیا انتقالېږي.
سرچینه زیاتوي، مجرد کسان هم په وړیا ډول د هرات ښار ته لېږدول کېږي، او هېڅ ډول لګښت ترې نه اخیستل کېږي.
د هرات سیمه‌یزه اداره وايي، چې د کډوالو چارو ته د رسېدګۍ کمیسیون له غړو سره یو ځای شپه او ورځ د راستانه شویو کډوالو په خدمت کې دي او هڅه کوي چې د دوی اړتیاوې په دقیق ډول پوره شي.
یادې ادارې له خلکو غوښتي، چې د ناسم معلوماتو خپرېدو ته پاملرنه ونه کړي او د رسمي سرچینو له لارې دقیق معلومات تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button