ملا عبدالغني برادر په ایکو سرمشریزه کې د ګډون لپاره آذربایجان ته روان شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی امارتي پلاوی نن سهار (سهشنبه) د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د ۱۷مې سرمشریزې په رسمي بلنه آذربایجان هېواد ته روان شو.
ټاکل شوې ياده ياده سرمشريزه د جولای په ۳مه او ۴مه د آذربایجان په کوربتوب ترسره شي.
تمه ده چې ملا عبدالغني برادر اخوند به په دې سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړي او د آذربایجان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې ترسره کړي.
د یادونې ده چې د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په حضور کې ترسره کېږي.



