د هند په یوه کیمیاوي فابریکه کې د چاودنې له امله ۳۴ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د هند د تیلنګانه ایالت د سنګارېډي ولسوالۍ په یوه کیمیاوي فابریکه کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ تنه ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه دومره زوروره وه چې فابریکه یې په بشپړ ډول ویجاړه کړې او ګڼ شمېر کارکوونکي یې ژوبل کړي دي. ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

چارواکي وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ژغورنې عملیات دوام لري او هڅې روانې دي چې لا هم بند پاتې کسان را وایستل شي.

که څه هم د چاودنې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو چارواکو د پېښې د څېړنې لپاره یوه ځانګړې کمېټه ګومارلې ده. د چارواکو په وینا، د چاودنې دقیق لامل به د پلټنو تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.

پېښه د خلکو او کارکوونکو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې او سیمه‌ییزو چارواکو ژمنه کړې چې د پېښې عاملین به وڅېړل شي او لازم اقدامات به وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button