غزه کې خونړۍ نښتي؛ د صهیونیستي اشغالګرو ۳ ټانکونه ویجاړ او ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د غزې په جنوبي سیمو کې د فلسطیني مقاومتي ډلو او صهیونیستي ځواکونو تر منځ سختې نښتې شوي دي، چې له امله یې اسرائیلي پوځ ته درانه تلفات اوښتي دي.

محلي سرچینې وایي، د القسام ځواکونو د بېلا بېلو کمینونو په ترڅ کې د صهیونیستي رژیم درې زغره وال ټانکونه بشپړ ویجاړ کړي، چې پکې سپاره پوځیان وژل شوي یا سخت ژوبل دي.

راپورونه زیاتوي چې دغه بریدونه د خان یونس او رفح په څنډو کې ترسره شوي، چیرته چې د مقاومت ځواکونه د پرمختللو چاودیدونکو وسایلو او ټانک ضد توغندیو څخه کار اخلي.

عیني شاهدان وايي، له نښتو سره سم د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اسرائیلي عسکرو چورلکو د مړو او ټپیانو د انتقال هڅې پیل کړي.

د اسرائیلي پوځ له لوري د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی تایید شوی؛ خو عبري رسنۍ د تلفاتو خبره منلې او دا پېښه یې د پوځ لپاره ستره ضربه بللې ده.

فلسطیني مقاومت ټینګار کوي چې تر څو یرغل پای ته نه وي رسېدلی، بریدونه به دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button