اسرائیلي اشغالګرو د سوریې جبل الشیخ سیمه باندې برید کړی او اوسېدونکي یې له سیمې وتلو ته اړ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

سوریایي رسنیو راپور ورکوي چې د صهیونیستي رژیم توپچي ځواکونو د جولان په اشغالې پوله کې یو ځل بیا بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلي پوځ درنو توپونو د سوریې په جنوبي د “جبل‌الشیخ” په لمنو کې پروت د حضر ښارګوټی تر برید لاندې نیولی او ګڼې مرمۍ یې د دې ښارګوټي شمالي سیمو باندې ویشتلي دي.

عیني شاهدان وايي چې له بریدونو وروسته د سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او خلک له سختې وېرې سره مخ شوي دي.

تر دې دمه د تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د سیمې اوسېدونکي له کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د سوریې حکومت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دا بریدونه د اسرائیلي یرغلونو تسلسل ګڼل کېږي چې د پخواني ولسمشر “بشارالاسد” حکومت تر نسکورېدو وروسته یې په سوریې پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button