ټرمپ: له نتانیاهو سره به د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو جشن وکړو

(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د ایران اټومي تاسیسات یې له منځه وړي او له «بنیامین نتانیاهو» سره به په واشنګټن کې د دې کار جشن ولمانځي.
ټرمپ د سې شنبې په ماښام په تازه څرګندونو کې وویل: «واشنګټن ته به د نتانیاهو سفر یو کوچنی جشن وي چې په ترڅ کې به يې د ایران د اټومي تاسیساتو د نابودۍ بریا ولمانځل شي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په ایران کې ټول اهداف له منځه وړي، هېڅوک د تأسیساتو ځای ته لاسرسی نه لري او ټول یې لاندې خاورې شوي دي.»
ټرمپ په خپلو خبرو کې د دې حملو د بریا په اړه ادعا وکړه: «دا بریدونه ډېر بریالي وو، ټول تونلونه او اټومي تاسیسات ویجاړ شوي او دا یو داسې اقدام دی چې باید ولمانځل شي.»
بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.
نتانیاهو ویلي، په دې لیدنه کې به د نویو تجارتي توافقاتو او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د هر ډول توافق تر نهايي کېدو وړاندې به له ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره جدي مشورې وکړي.
دا د نتانیاهو لومړی رسمي سفر دی چې له هغه وروسته ترسره کېږي چې د امریکا او اسراییلو ځواکونو په ګډه د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې پوځي برید کړی دی.


