ډونالډ ټرمپ: اسرائيلو په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند شرايطو په اړه موافقه کړې

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):

امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اسرائيل د غزې په اړه د ۶۰ ورځنۍ اوربند د “ضروري شرايطو” په اړه موافقه کړې ده.
ټرمپ په ټروت سوشل ميډيا کې په يو پوسټ کې ویلي، د دې وړانديز په موده کې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو اړخونو سره ګډ کار کېږي، او تمه ده چې قطر او مصر به دغه وروستۍ طرحه وړاندې کړي.
ټرمپ زياته کړې، “هيله لرم حماس دغه موافقه ومني، ځکه که يې ونه مني، حالات به لا خراب شي.” دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائيلي عملياتو له پيله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶,۶۴۷ فلسطينيان وژل شوي، او شاوخوا ۵۰ اسرائيليان لا هم غزې کې بنديان دي چې له هغوی څخه لږ تر لږه ۲۰ ژوندۍ ګڼل کېږي.
ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د اسرائيلي وزيراعظم بنيامين نتنياهو سره د راتلونکې اوونۍ له پلان شوې ناستې وړاندې کړې دي.
هغه ويلي چې نتنياهو هم د جګړې پای غواړي او هيله ده چې په دې اړه به راتلونکې اوونۍ يو تړون وشي. حماس تر اوسه د اوربند د شرايطو منلو په اړه رسمي دريځ نه دی اعلان کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button