امريکا د يو اېس اې ای ډي ادارې فعالیتونه په رسمي ډول بند کړل

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):

د راپورونو پر بنسټ، د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې «يو اېس اې ای ډي» خپل فعالیتونه په رسمي ډول بلل بند کړي دي. دغه اداره له څو لسيزو راهيسې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د پراختيايي، بشري او ټولنيزو پروژو ملاتړ او مرسته کوله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو پرون د دې پرېکړې اعلان وکړ او وې ويل، چې د امريکا اوږدمهاله بهرنۍ مرستې هېڅ ځانګړې نتيجه نه ده لرلې او د امريکا په ګټه نه دي تمامې شوي.

د راپورونو له مخې، د ادارې د بندېدو پرېکړه وروستۍ شوې او اوس په رسمي ډول عملي شوې ده.

يو اېس اې ای ډي خپلو ټولو کارکوونکو، همکارو موسسو او نړيوالو شریکانو ته خبر ورکړی چې نور به هېڅ ډول فعالیت ونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button