پر اسرائیلو د یمن بریدونه؛ تل ابیب کې مهم پوځي اهداف په نښه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ ل)

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې د ګڼو یو بالیستیک توغنديو پر مټ یې د صهیونیستي ترهګر ريژیم پلازمینې تل ابیب کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

یحیی سریع ویلي، چې دا بریدونه د غزې له ولس سره د ملاتړ په موخه شوی ترسره شوي او هدف یې د صهیونیستي رژیم پوځي مرکزونه وو. راپورونه ښيي چې برید د بنی ګورین هوایي ډګر ته نږدې شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي او سیمه کي یې د برېښنا لیږد او انترنیتي خدمتونه ځنډېدلي دي.

د اسرائیلو دفاعي چارواکو منلې چې توغندي تر دفاعي سیسټم تېر شوی او تخنیکي ستونزه یې د ناکامۍ لامل شوې. دا لومړی ځل دی چې د یمن له لوري داسې برید شوی چې تر تل ابیب پورې په بریالیتوب رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button