ایران د فارس خلیج په بېړیو کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي؛ واشنګټن اندېښمن دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا استخباراتي سرچینې وایي چې ایران په جون میاشت کې، د اسرائیلو له لوري د خپلو اټومي تأسیساتو د بمبار وروسته، د فارس خلیج په پوځي بېړیو کې د سمندري ماینونو ځای پر ځای کول پیل کړي دي.
دغه راپور زیاتوي چې دا اقدام د واشنګټن له نظره، د هرمز تنګي د تړلو احتمالي هڅه بلل شوې، چې د نړیوالو انرژیو د بهیر په برخه کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
که څه هم امریکایي چارواکو ویلي چې تر اوسه روښانه نه ده چې ایران به واقعاً ماینونه وکاروي او که دا یواځې د ځواک ښودلو لپاره پوځي چمتووالی دی، خو دوی وايي چې نښې ښيي تهران د هرمز تنګي د تړلو لپاره سنجیده چمتووالی نیسي.
د یادونې ده چې شاوخوا ۲۰ سلنه نړیوال نفت او ګاز له همدې حیاتي تنګي څخه لېږدول کېږي، چې د دغه مسیر بندېدل به د انرژۍ نړیوال بازار له جدي ګډوډۍ سره مخ کړي. کارپوهانو دا پېښې د سیمهییزو شخړو د پراخېدو او د نړیوال بازار د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.



