په پکتیا کې د «تاند غړک» اوبو ذخیروي بند لومړنۍ سروې بشپړه شوه

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د «تاند غړک» په نوم د اوبو ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې د دې بند په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او همدارنګه به د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي.
په خبره یې، په دې سروې کې د بند د سیمې ټوپوګرافي، هایدرولوژيکي، جیولوژيکي، چاپیریالي، کرنیز او ټولنیز ارقام را ټول شوي دي.
د یادونې ده چې د اوبو ذخیروي بندونه د کرنې د پراختیا او د اوبو د مدیریت لپاره خورا مهم بلل کېږي.



