حماس: د اوربند په اړه سلا مشورې روانې دي، ټرمپ: په ۲۴ ساعتونو کې ځواب غواړو

(کابل ټکی کام، جمعه، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴):

د فلسطین جهادي غورځنګ حماس ويلي، دوی دا مهال د اسرائیل سره د اوربند د وړاندیز په اړه له نورو فلسطیني ډلو سره په سلا مشورو بوخت دي.

حماس په يوه بیان کې ويلي چې د سلا مشورو تر پای ته رسېدو وروسته، خپله وروستۍ پرېکړه منځګړو هېوادونو ته سپاري او وروسته به رسمي اعلامیه خپره کړي.

 قطر او مصر د دغو وړاندیزونو منځګړیتوب کړی او موخه یې د غزې جګړې درول او د بندیانو تبادله ده.

ویل کېږي، اسرائیلو د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی او دا وړاندیز اوس حماس ته د ارزونې لپاره وړاندې شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې حماس به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د اوربند وړاندیز ته ځواب ورکړي.

ټرمپ په خپله وروستۍ څرګندونه کې ټينګار کړی چې په نږدې راتلونکې کې به د دې مذاکراتو پایلې معلومې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button