د غزې جګړه؛ د یو لوړپوړي جنرال په ګډون ۳ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

په داسې حال کې، چې غزه په بشپړه توګه د اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو له لوري محاصره ده؛ خو بیا هم د فلسطیني مقاومت عملیات دوام لري. د وروستیو معلوماتو له مخې، په تازه نښتو کې د اسرایلو ۳ پوځیان وژل شوي، چې په وژل شویو کې یو لوړپوړی جنرال هم شامل دی.

د مقاومت سرچینې وایي، دغه برید په یوه نظامي موټر ترسره شوی، چې د دښمن لوړپوړي افسران پکې سپاره وو. دا پېښه د غزې په سدره سیمه کې شوې ده.

اسرائيلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د جنرال نوم نه دی افشا کړی، خو اسرائيلي رسنیو برید او تلفات تایید کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو راهیسې د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسرائیلي پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، او مقاومتي ډلې وايي چې بریدونه به د اشغال تر پای ته رسېدو دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button